ولسمشر غني: څوک چې د سولې وړاندیز نه مني باغي دی؛ افغانان دې وار نه خطا کوي

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي، افغان دولت د سولې وړاندیز کړی، خو که څوک دا وړاندیز نه مني هغه باغي دی.

ولسمشر غني پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغانستان د لېږد له یو ډېر پېچلي پړاوه تېرېږي، خو افغانان د ادارې وړتیا لري.‌

نوموړي وویل: "څوک دې شک نه لري. موږ په ټینګه دا ملک جوړوو. نو وار مه خطا کوئ. د ابهام په شرایطو کې د خیر پر غونډۍ کېناستل د ژوند له لاسه ورکول دي".

ولسمشر غني په بادغیس کې د تېرو دوو ورځو جګړې ته په اشارې وویل، هلته لس کسانو اساسي پرېکړې وکړې، مقاومت یې وکړ او طالبان یې مات کړل.

خو طالبان وایي، ځینې جنګیالي یې یوازې د چور چپاول د مخنیوي لپاره قلعه نو ښار ته ننوتلي وو او بېرته ووتل. دا ډله د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه د افغان چارواکو ادعاوې هم ردوي. ‌

جګړه کې به هم د ابادۍ کارونه روان وي

غني

د عکس سرچینه، Arg

ښاغلي غني د دولت 'سل ورځې، سل زېري ' پرواګرام په لړ کې د 'معادنو اوونۍ' په غونډه کې خبرې کولې او د وینا ډېره برخه یې هم پر رغنیزو پروژو ورټوله وه.‌

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان کې له روانې جګړې سره سره به د ابادۍ کارونه او لویې پروژې بیا هم روان وي.

هغه زیاته کړه، افغان دولت به شرایط برابروي او په خصوصي سکتور کې د افغانانو او نړیوالو پانګونه به نه ضایع کېږي. ‌

افغان ولسمشر داسې مهال دا ډاډ ورکوي چې د هېواد بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.‌

طالبان ادعا کوي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې ګڼ شمېر ولسوالۍ له حکومت نیولې دي.

افغان حکومت هم مني چې په دې وروستیو کې لږ تر لږه اتیا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.‌

خو امنیتي‌ چارواکي په ورته مهال په روانه جګړه کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې ور اړولو ادعاوې هم کوي.‌

بل لور ته په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات که څه هم په ټپه ولاړ دي، خو د طالبانو او افغان دولت یو شمېر استازو تهران کې یوه خپلمنځي ناسته په ګډې اعلامیې سره پای ته رسولې.

دواړو خواو ویلي چې دا ناسته په افغانستان کې د روان کړکېچ ختمولو لپاره یو ښه فرصت و.‌