بایډن: د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره به سخت شرایط غوره شي

President Joe Biden speaks to the media

د عکس سرچینه، Getty Images

د امريکا ولسمشر جو بايډن وايي د طالبانو نړيوال مشروعيت موندلو لپاره به ډېر سخت شرايط غوره شي.

ښاغلي بايډن چې سپينې ماڼۍ کې يې دا څرگندونې کولې وويل، دى او د بهرنيو چارو وزير به يې په دې تړاو له خپلو متحدينو سره کار وکړي.

ښاغلي بايدن د افغانستان په تړاو له خپلو تگلارو يو ځل بيا دفاع وکړه او ويې ويل چې د خپلو متحدينو پر وړاندې د امريکا دريځ تر پوښتنې لاندې نه دى تللى.

د افغانستان په تړاو خپلو تازه څرگندونو کې د امريکا ولسمشر ومنله چې يو شمېر امريکايي ديپلوماتانو د افغان دولت د پرځېدو وړاندوينه کړې وه، خو ده وويل امريکا دا اټکل نه کاوۀ چې افغان پوځ به په دومره چټکتيا دړې وړې شي.

ښاغلي بایډن ټينگار وکړ چې امريکا د طالبانو مشرتابه ته په څرگنده ويلي چې له افغانستان د وتنې پر ماموريت هر راز بريد ته به چټک او پياوړى ځواب وويل شي.

نوموړي ژمنه وکړه چې له افغانستان د خپلو وگړو او هغو افغانانو د ايستنې لپاره به ټول امکانات وکاروي او دوى به د روانې مياشتې تر پايه خوندي ځاى ته ولېږدول شي.

د هغو کسانو په هکله چې غواړي د کابل هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي، ښاغلي بایډن وویل:

''زه ژمنه نه شم کولای چې پایله به یې څنګه وي او دا هم نه شي ویلای چې د تلفاتو خطر پکې نه شته، خو د وسله وال پوځ د سر قومندان په حیث تاسې ته ډاډ درکولای شم، چې د اړتیا په صورت کې به له هرې ممکنې وسیلې کار واخلم. دا په داسې حال کې ده چې له کابله رپوټونه وايي، ځینې امریکایان هوايي ډګر ته رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي. ''

کابل هوايي ډګر

د پولیتیکو خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته پر لار یو شمېر امریکايي وګړي طالبانو وهلي، ټکولي دي.

د هغو په اندېښنو په هکله چې ښايي طالبانو هوايي ډګر ته د دې کسانو د ورتګ مخه ونیسي، د امریکا ولسمشر ګوت څنډنه وکړه چې که داسې وشي نو د امریکا پوځ به سخت او غوڅ غبرګون وښيي. ښاغلي بایډن وویل په دې اړه یې طالبانو ته خبر داری ورکړی.

''موږ طالبانو به په ښکاره ویلي چې زموږ پر ځواکونو هر ډول حمله یا په هوايي ډګر کې د کسانو ویستلو بهیر کې خنډ رامنځته کول به په چټکۍ او قاطعیت ځواب کړو. موږ په هوايي ډګر او شاخوا کې یې هر ډول ترهګریز بریدونه هم څارو. د داعش د وسله والو د بریدونو په ګډون چې له زندانونو خوشې شوي دي. ''

ښاغلي بایډن له امریکایانو سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي وګړو د را ایستلو لپاره ټول امکانات په کار اچوي. ده وویل هغه کسان به هم له افغانستانه ویستل کیږي چې له امریکا سره یې مرسته کړې چې شمیر یې د ۵۰ او ۶۵ زرو ترمنځ دی او ټول کسان تر راتلونکو یوولسو ورځو امن ځای ته ولېږدول شي.