د کندهاري ټوکمار 'خاشه' وژنې پر خواله رسنیو توند غبرګونونه پارولي؛ طالبان وایي پلټنې کوي

khasha

د عکس سرچینه، RTA

په کندهار کې د نظر محمد 'خاشه' په نامه د یوه ځایی ټوکمار وژنې له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو توند غبرګونونه را پارولي دي. ګڼو کسانو د نوموړي و‌ژنه یو 'ناروا ظلم' بللی او له همدې کبله یې پر طالبانو نیوکې کړې دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د جولای میاشتې پر ۲۳مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې 'خاشه اربکی' یې د کندهار ښار پنځلسمه ناحیه کې په یوه چریکي برید کې وژلی دی.

نوموړي همدا راز ادعا کړې وه چې ګواکې دې کس د دیني مشرانو او طالب بندیانو سپکاوی کاوه.‌

خو د دوشنبې پر ورځ پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې پکې 'خاشه' لیدل کېږي چې د یوه موټر شاته سیټ کې لاس تړلی ناست دی او د یو وسلوال کس لخوا په څپېړو وهل کېږي.

ګومان کېږي چې دا کسان وسلوال طالبان دي، او د همدې ویډیو له اخیستل کېدو وروسته 'خاشه' وژل شوی دی.

قاري یوسف احمدي هغه مهال ویلي وو چې خاشه په چریکي برید کې وژل شوی، خو د دې ډلې یو بل ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، لومړني رپوټونه ښیي چې خاشه تر نیول کېدو وروسته د تېښتې هڅه کړې وه او هماغه مهال وژل شوی.

پر خواله رسنیو توند غبرګونونه

KHASHA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، خاشه تېره اوونۍ کندهار ښار کې وژل شوی و

په تېرو څو ورځو کې ګڼو کسانو پر خواله رسنیو د 'خاشه' وژنه غندلې او طالبان یې ملامت کړي.‌

اسلام اباد مېشتي پښتون خبریال طاهر خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، که دا خبره (د طالبانو په لاس د خاشه وژنه) رښتیا وي نو مطلب یې دا دی چې طالبان نه دي بدل شوي.

نوموړی وایي، که طالبان فکر کوي چې په دا ډول کړنو به پر افغانستان واکمن شي نو تېروتلي دي.

طاهر خانپوښتنه کړې چې ایا د طالبانو مشران به د دې پېښې په اړه کوم اقدام وکړي که څنګه.

د شري لنکا لپاره د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د 'خاشه' ناقانونه وژنې د افغان ولس زړونه مات کړي او دوی به هېڅکله هم طالبان او د دې ډلې ملاتړي ونه بښي.

لیکوالې او څېړونکې اورځلا اشرف نعمت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د 'خاشه پر مخ څپېړه د افغان ولس پر مخ څپېړه ده'.

نوموړې لیکلي، "د افغانستان په هر کور کې یو خاشه موجود دی. نو ایا طالبان غواړي چې دا ټول ووژني؟".

خبریال ملک اڅکزي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبانو 'خاشه' خپله لاره کې یو خنډ بللو او له همدې کبله یې ووژلو.

نوموړي لیکي، طالبان به څنګه یوه داسې ټولنه وزغمي چې هنرمندان، سیاستوال، ځوانان او د ښځو د حقونو فعالان پکې وي.‌

پښتون سیاستوال او پخواني پاکستاني‌ سناتور فرحت الله بابر د 'خاشه' وژنې ته په اشارې پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، ځینې کسان لا هم له دې کبله د طالبانو ملاتړ کوي چې ګواکې 'مذهب او کلمه یې ورسره شریکه ده'.

پر دوی سربېره ګڼو نورو کسانو هم پر خواله رسنیو د 'خاشه' وژنې ته غبرګونونه ښودلي او د سه شنبې پر ورځ پر ټوېټر د (جسټس فور خاشه) هشټګ هم کارول کېدلو.

په دې اړه د طالبانو غبرګون

خاشه

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter

د عکس تشریح، طالبان وایي، خاشه یو اربکی و او خلک یې وژلي وو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د 'خاشه' وژنې په اړه بي بي سي ته وویل،‌ نوموړی ټوکمار نه و،‌ بلکې د افغان پولیسو په لیکو کې یې له شلو کالو راهیسې دنده ترسره کوله.

د طالبانو ویاند همدا راز تور لګوي چې 'خاشه' ان د یو شمېر کسانو په وژنه کې لاس درلود.‌

ښاغلی مجاهد وایي، لومړني رپوټونه ښیي چې 'خاشه' تر نیول کېدو وروسته د تېښتې هڅه کړې وه او هماغه مهال وژل شوی.‌

خو نوموړی مني چې د نیول شویو کسانو وژنه د طالبانو تګلارې سره په ټکر کې ده او زیاته یې کړه چې په دې اړه به پلټنې کېږي او له ښکېلو کسانو سره به حساب کېږي.