عبدالله: جګړه د کابل دروازو ته نږدې کېږي؛ طالبان د سولې په پلمه وخت ضایع کوي

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان بقا او سلامتي دا مهال له ګواښ سره مخ دي او د هغه په خبره جګړه د پلازمېنې کابل دروازو ته په نږدې کېدو ده.

ښاغلي عبدالله پر چارشنبه د ملي مصالحې د رهبرۍ شورا کومیټې په شپږمه نوبتي ناسته کې وویل، طالبان د سولې په پلمه وخت ضایع کوي او د ده په وینا د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دې ډلې په افغانستان کې جګړو ته زور ورکړی.

ده یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان سیاسي مشرانو ته ښایي چې له خلکو څخه د د دفاع په موخه خپل یووالی څرګند کړي.

نوموړي وویل:

"سوله له زړه غواړو او په ټول وجود یې غواړو، خو په داسې یوه حالت کې یو چې موږ سوله وایو او جګړه د پلازمېنې درازو ته په رسېدو ده، له مشرانو د افغانستان د خلکو تمه دا ده، لکه څه ډول چې د سولې په برخه کې سره یو لاس دي همداسې د خلکو د دفاع په برخه کې هم خپل اتفاق ښکاره کړي".

له دې سره هممهاله د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ ناسته کې د نظام دفاع او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا لپاره ملي او سیاسي اجماع اعلان شوه.

ښاغلي دانش چې چارشنبه د افغانستان په رسنیو مرکز کې یې یوې جلا غونډې ته خبرې کولې، طالبان تورن کړل چې د سولې پر ځای د جګړې له لارې واک ترلاسه کول غواړي.

دوحه کې مرکچي ډلې پر یو بل تورونه لګوي

خبرې

د عکس سرچینه، Peace Negotiating Team

بل لور ته په دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو کې دواړه ښکېلو ډلو تور لګولی چې مقابل لوری د سولې خبرو ته لېواله نه دی او پلمې لټوي.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم چارشنبه په یوه ویډیویي کلپ کې ویلي، د مقابل لوري (اسلامي جمهوریت) د مرکچي ډلې غړي ډېره موده په دوحه کې نه وو او له همدې امله خبرو کې پرمختګ ونشو.‌

نوموړی وایي، د مقابل لوري د مرکچي ډلې مشر هم څه موده د خبرو لپاره هلته موجود نه و او وروسته یې پر طالبانو تور ولګاوه چې خبرې ځنډوي.‌

ښاغلي نعیم همدا راز ادعا کړې چې مقابل لوري د مجلس دننه ځینې خبرې بهر رسنیو ته ایستلې دي، او د ده په ټکو دا چاره روانو خبرو ته زیان اړولی شي.

خو د سولې په چارو کې د افغان دولت ویانده ناجیه انوري وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په ټول چمتووالي سره په دوحه کې موجود دی.

نوموړې وایي، د اسلامي جمهوریت پلاوی ټوله هڅه کوي چې مقابل لوری د خبرو مېز ته راولي او مذاکراتو کې پرمختګ وشي.

د اغلې انوري په وینا د سولې طرحه د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د مشرتابه ابتکار دی او افغانستان کې د با عزته سولې لپاره تر ټولو منطقي طرحه بلل شوې.

"د جګړې او د خبرو خلک مالوم وي"

خالد

د عکس سرچینه، Atta Noor Facebook

د عکس تشریح، طالبان وایي د مقابل لوري مرکچیان د جګړې ډګر ته تللي او وسله یې پورته کړې

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په خپل ویډیویي پیغام کې نیوکه کړې ده چې د مقابل لوري د مرکچي پلاوي ځینې غړي عملاً افغانستان کې د جګړې ډګر ته تللي دي.

ښاغلي نعیم که څه هم د چا نوم وانخیست، خو د دولت د مرکچي‌ پلاوي غړی او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور زوی، خالد نور، څو ورځې وړاندې په شمالي بلخ ولایت کې له خپل پلار سره یو ځای پوځي یونیفارم کې او ټوپک په لاس ولیدل شو.

یاده دې وي چې عطا محمد نور څو ورځې وړاندې بلخ ته ستون شو او اعلان یې وکړ چې د طالبانو پر ضد به د ولسي پاڅون مشري کوي.

د هغو تصویرونو له خپرېدو وروسته پر خواله رسنیو په دې اړه بېلابېل نظرونه او بحثونه پیل شول چې ولې د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ټیم یو غړی باید د جګړې ډګر ته ولاړ شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په دې اړه وویل:

"د دوی د مذاکراتي ټیم غړي هلته د جګړې میدان ته تللي. ټوپکونه یې اخیستي، چانټې یې اچولې دي او جګړې کوي. که یو څوک د سولې خبرو په نامه راغلی وي او بیا ځي جګړه هم کوي، دا نو بیا ښیي چې څوک سولې ته ژمن دي او څوک نه دي. د جګړې خلک مالوم وي. د مذاکراتو خلک هم مالوم وي".

محمد نعیم همدا راز تور لګوي چې مقابل لوري خبرې پریښې دي او د طالبانو پر ضد رسنیو او بهرنیو هېوادونو ته منفي تبلیغات کوي.‌

خو د سولې چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي،‌ د سولې خبرو ځنډولو او د تاوتریخوالي دوام لپاره هر ډول پلمه د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.