د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه غونډه کړې خو کوم طالب چارواکی پکې نه و

ناسته

د عکس سرچینه، Uzbekistan MFA

د عکس تشریح،

د تاشکند ناستې ګډونوال

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره په دغه هېواد کې د افغانستان د اووه ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې خبر ورکړی دی.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي "تاشکند نن د مارچ په اوومه د افغانستان لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه و."

ازبکستان ویلي د دوی په کوربتوب د سیمې هېوادونه د افغانستان په سیاسي وضیعت، سولې، د سیمې د هېوادونو په اندېښنو او افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي غږېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي "ټولو ګډون کوونکو له افغانستان سره د ښو اړیکو په درلودو ټینګار کړی دی."

په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، چین او روسیې استازو ګډون کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه نور ډېر جزیات نه دي خپاره کړي خو دا یې په دې بڼه چې د افغانستان لپاره د دغه هېوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون کوي لومړۍ ناسته بللې.

که څه هم د نورو ګډونوالو خلاف روسيه د افغانستان مستقیم ګاونډی نه دی خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د دې ناستې ګډونوال و.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازې صادق خان تېره اوونۍ له خپلې دندې استعفا وکړه او په خپاره شوې انځور کې ښکاري چې پر ځای یې کوم بل پاکستاني استازي ګډون کړی که څه هم دغه هېواد لا په رسمي توګه د افغانستان لپاره د نوې ځانګړي استازي د معرفۍ اعلان ندی کړی.

طالبانو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې که څه هم طالبانو له دې وړاندې له نړیوالو غوښتي و چې د افغانستان په اړه غونډو کې د دوی حضور ومني تر څو نړیواله ټولنه له خپل دریځه باخبره کړي.

طالب چارواکو د تاشکند ناستې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې د هغو بیانونو هر کلی کړی چې له مخې یې له افغانستان سره اړیکې ښې کیدای شي.