میرکل: جرمني 'د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب لپاره' له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی
د جرمني صدراعظمه اېنګلا میرکل وايي، هېواد یې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د 'خوندیتوب ' لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو په وینا یې له طالبانو سره به هېڅ بې قید او شرطه هوکړه و نه کړي.
جرمني پارلمان ته د چهارشنبې پر ورځ یوه وینا کې اېنګلا میرکل وویل، جرمن حکومت به تر 'هغو چې اړینه وي ' د پوځيانو او هغو پرمختیايي کارکوونکو چې له جرمني سره یې همکاري درلوده، ایستلو چاره روانه وساتي.
د نوموړې په وینا په ورته مهال به جرمني په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شویو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکاري کوي.
مېرمن میرکل وايي، د جرمني وسله وال ځواک تر اوسه پورې له افغانستانه ۴۶۰۰ کسان بهر ته لېږدولي دي، چې د دې هېواد په تاریخ کې د خلکو لېږدولو تر ټولو ستر عملیات دي.
نوموړې زیاتوي:
''جرمنیان به راتلونکو ورځو کې د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره د مرستې لړۍ روانه وساتي چې له موږ سره یې مرسته کړې. ''
له دې مخکې پرون د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل، د اګست له ۳۱ وروسته به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره ټاکل شوې ضرب الاجل نېټه و نه غځېږي.
فرانسې چارواکو اشارتاً ویلي له پنجشنبې وروسته به د کابل له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګره بهر ته د خلکو ایستلو عملیات بند کړي.
د جرمني صدراعظمه د طالبانو لاس ته د افغانستان کنټرول لوېدو او د ترهګرۍ خطر زیاتېدو په هکله وايي:
''دا نوی واقعیت یو تریخ واقعیت دی، خو موږ باید ورسره ښکېل شو. ''
نوموړې زیاتوي:
''هغه څه چې موږ په بشپړه توګه له پامه غورځولي وو، دا و چې د طالبانو پر وړاندې به په څومره چټکۍ سره افغان پوځیان مات شي، یا لږ تر لږه د داسې یوه مقاومت ان هڅه به هم و نه شي. ''