امریکایان په بشپړه توګه له افغانستان ووتل؛ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد

C17 leaves Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي تائید کړې چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست په دېرشمه له افغانستان ووتل او له دې سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوه اعلامیه کې د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای اعلان کړی او د هغو امریکایي پوځیانو او افسرانو مننه یې کړې چې په تېرو دوو اوونیو کې یې له افغانستان د لسګونو زرو کسانو ایستلو کې مرسته کړې.

د امریکایي چارواکو له دې اعلان څو شېبې وړاندې د افغان پلازمېنې کابل د هوایي ډزو غږ او رسام مرمیو په رڼا وپوښل شو او طالب وسلوالو د خپلې بریا اعلان وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، وروستي پوځیان د شپې پر دولس بجو (د اګست دېرشمې او یو دېرشمې ترمنځ شپه) له افغانستان ووتل "او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک شو ".

جنرال فرانک مېکنزي دوشنبه ماسخوتن د دفاع وزارت (پنټاګون) کې ورټولو خبریالانو ته وویل، کابل کې د امریکا شازدافیر راس وېلسن هم په دې وروستۍ الوتکه کې له افغانستان ووتلو.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې افغانستان کې د پاتې امریکایي وګړو او نورو اړمنو کسانو را ایستلو لپاره به یې دیپلوماتیکې هلې ځلې روانې وي.

امریکایي جنرال وویل، طالبانو ته یې د خپلې وتنې کره وخت نه و ښودلی، خو د دې ډلې ستاینه یې وکړه چې د امریکایانو د وتلو لپاره یې له څو ساعتونو راهیسې د کابل هوایي ډګر چارچاپېره ټینګه امنیتي کړۍ تاو کړې وه او عام خلک یې نه پرېښودل چې هوایي ډګر خوا ته ورشي.

جنرال مېکنزي وویل، باور کوي چې هغه پنځسه سوه افغان سرتېري او د هغوی کورنۍ یې هم را ایستلي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتنه کې مرسته کوله.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا شل زره نور ټپیان شوي دي.

افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت

US troops at Kabul airport

د عکس سرچینه، Reuters

۷ اکتوبر ۲۰۰۱:

د امریکا په مشرۍ ټلوالې په افغانستان کې طالبانو او القاعدې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل. پر کابل، کندهار او جلال اباد کې هدفونه په نښه شول. طالبانو امریکا ته د اسامه بن لادن له ورسپارلو انکار وکړ.

۱۳ نومبر ۲۰۰۱:

د طالبانو مخالفې شمالي ټلوالې، چې د نړیوالې پوځي ټلوالې لخوا یې ملاتړ کېده، پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه.

۷ فبروري ۲۰۰۹:

د امریکا ولسمشر باراک اوباما افغانستان ته د لا ډېرو پوځیان استولو پرېکړه وکړه. یو مهال افغانستان کې یو لک او څلوېښت زره امریکایي پوځیان مېشت وو.

۲۸ دسمبر ۲۰۱۴:

ناټو افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسولو. پاتې بهرنیو ځواکونو د افغان پوځ روزنه او د سلا مشورې ماموریت پیل کړ.

۲۹ فبروري ۲۰۲۰:

امریکا او طالبانو د دوحې تړون لاسلیک کړ. ۲۹ ناټو هېوادونو ژمنه وکړه چې که طالبان پر خپله خبره عمل وکړي دوی به په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.

۱۳ اپرېل ۲۰۲۱:

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېتې به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.

۱۵ اګست ۲۰۲۱:

طالبانو د ګڼو ولسوالیو او ولایتونو له نیولو وروسته بلاخبره پر پلازمېنه کابل ولکه وکړه. افغان پوځ له حیرانوونکي سقوط سره مخ شو.

۳۱ اګست ۲۰۲۱:

د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې له افغانستان یې خپل وروستي پوځيان ایستلي او له دې سره یې هغه هېواد کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته رسولی.