امریکا: که کابل له خطر سره مخ کېږي هوايي بریدونه ارزوو

سرباز آمریکایی

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خولې وايي، پنټګان یا دفاع وزارت د داسې اجازې ترلاسول ارزوي چې که د طالبانو له خوا د کابل یا د افغانستان د نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، نو ځواب کې یې دوی د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.

دا چارواکي له نوم پرته زیاتوي، لا هم په دې هکله کومه پرېکړه نه ده شوې، خو یو غوراوی هم دا دی چې که د افغانستان پلازمېنه له نیول کېدو یا کلابندۍ سره مخ وي او د وګړو یا د امریکا سفارت د کارمنانو او د دغه هېواد د ملګرو ژوند په خطر کې وي، نو ځواب کې یې د امریکا جنګي یا بې پیلوټه الوتکې لاس په کار شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تراوسه دا خبره باوري نه ده چې له افغانستان تر وتلو وروسته بیا امریکا دغه هېواد کې د بمبار اراده ولري:

نوموړي بي بي سي ته وویل:"بیا هم که داسې عمل وکړي چې د افغانستان په چارو کې مداخله، یا برید، یا حمله وي د اسلام امارت او افغانانو له غبرګون سره به مخ شي."

د افغانستان دفاع وزارت د نیویارک ټایمز رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، افغان ځواکونه پخپله هم بشپړ وړتیا لري، خو امریکا ورسره ژمنه کړې ده چې بېلابېلو برخو کې به ورسره همکاري کوي.

یاده دې وي چې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا د حکومت چارواکو پخوا هم ویلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو سره له استثنايي حالاتو پرته پر "ترهګرو" ډلو د برید لپاره هوايي ملاتړ پای ته رسوي.

د نیویارک ټایمز رپوټ څه وایي؟

طالبان

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter

نیویارک ټایمز وايي، د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ د دوام په هکله بحثونه ښیي چې امریکایي چارواکي د کابل او نورو لویو ښارونو په کنټرول ساتلو کې د افغان پوځ د وړتیا په هکله اندېښنې لري.

دا چارواکي وېره لري چې ه چېرې طالبان د دې ښارونو د نیول هڅه وکړي نو افغان پوځ به له هوایي ملاتړ پرته له ستونزو سره مخ شي.

دغه رپوټ کې راغلې: "هر بل برید کې به د ولسمشر د تایید اړتیا وي. ان په دغسې حالت کې هم چارواکي د دې ډول بریدونو دوام سخت بولي، ځکه له افغانستان د امریکايي پوځ وتلو سره ډېرو زیاتو لوجستیک هڅو ته اړتیا ده. امریکا به تر راتلونکې میاشتې افغانستان کې له ټولو اډو ووځي او هر ډول هوايي برید به تر ډېره خلیج کې له هوايي اډو کېږي. "

تېره میاشت داسې رپوټونه هم وو چې امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته سیمه کې د پوځي اډو پر پلان غور کوي.

هغه مهال ځینې رسنیو رپوت ورکړ چې پاکستاني ځواکونه بلوچستان کې د نوې اډې د جوړولو پلان ارزوي.

طالبانو د دې رپوټونو غبرګون کې له افغانستان سیمه ییزو هېوادونو ته د امریکايي اډو د لېږد او له هغو اډو بیا پر افغان خاوره د عملیاتو رپوټونو ته په ځواب کې دوه اونۍ مخکې خبرداری ورکړ چې د داسې هڅو مقابل کې به غلي پاتې نه شي.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي، "د امریکا دا ممکنه ګام به بد او پاروونکی عمل وي. "

تر جولای د ټولو ځواکونو ایستل

سربازان آمریکایی

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي بایډن تېر اپرېل وویل، د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱ -چې پر نیویارک او واشنګټن د بریدونو له شلم کال سره برابره ده- له افغانستان ټول ځواکونه باسي، خو نیویارک ټایمز وايي، د جولای تر لومړیو به ټول ځواکونه ووځي.

د بریتانیا سان ورځپاڼې د مۍ پر ۲۷ رپوټ کې ولیکل، امریکا غواړي د خپلو ټولو ځواکونو تر وتلو مخکې ۶۰۰ سمندرساتي ځواکونه کابل ته ولېږي چې د طالبانو لاس ته د پلازمېنې د ورتلو مخه ونیسي.

هغه مهال د ناټو سرمنشي وویل، افغان حکومت او وسلوال ځواکونه یې د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته هم له ځان د دفاع پوره وړتیا لري.

ینس ستولتنبرګ له اسوشېټېډ پرېس سره مرکه کې زیاته کړه: "یو وخت باید افغانان خپل هېواد کې د سولې او ټیکاو مسوولیت خپل کړي. "

ناټو پر ۲۰۰۳ کال یانې د امریکا په مشرۍ د ټلوالې بریدونو کې د طالبانو له پرځېدو دوه کاله وروسته د دغه هېواد د امنیت مسوولیت خپل کړ.

ډېر اندېښمن دي چې د امریکا وتلو سره به افغان حکومت او وسلوال ځواکونه د طالبانو له خوا ژر مات شي.

خو د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت دا اندېښنه ردوي.