عبدالله: باید د بهرنیو پوځیانو وتلو لپاره سم چمتووالی نیول شوی وای

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د افغان دولت په اختیار کې نه وو، خو پکار وه چې دوی (افغان دولت) دې وضعیت ته سم چمتووالی نیولی وای.

ښاغلي عبدالله چارشنبه کابل کې د 'اوربند او سولې' په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته وویل: "د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان سره یو استثنایي حالت جوړ شو،‌ خو موږ ته چې څنګه پکار وه هغسې چمتووالی نیولو کې پاتې راغلو".

نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې روانو جګړو او امنیتي وضعیت له یوې خوا افغان ولس ته اندېښنه پیدا کړې او بله خوا طالبان داسې فکر کوي چې اوس د جګړې له لارې بریالي کېدلی شي.

د ملي مصالحي عالي شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان بېلابېلو برخو کې جګړې زور اخیستی.

طالبان ادعا کوي چې یواې په تېره یوه میاشت کې یې څلوېښت ولسوالۍ نیولې دي.

خو افغان حکومت د طالبانو دا ادعا ردوي او هره ورځ‌ مقابل لوري ته د درنې مرګژوبلې ور اړولو ادعا کوي.‌

"د ولسوالۍ سقوط یوازې امنیتي ستونزه نه ده"

وسله

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter

د عکس تشریح، طالبان وایي ګڼو سیمو کې یې د افغان پوځ وسلې او مهمات نیولي دي

ښاغلي عبدالله د افغانستان بېلابېلو سیمو کې وروستیو جګړو ته په اشارې وویل، د یوې ولسوالۍ سقوط کول یوازې امنیتي ستونزه نه ده، بلکې ګڼې نورې ننګونې هم پیدا کوي.

نوموړي وویل: "که ولسوالي سقوط کوي نو هلته د مېشتو عامو خلکو برخلیک به څه وي؟ د ښځو وضعیت به څه ډول وي؟ ښوونځي به څنګه کېږي او عامو خلکو ته به بشري مرستې څنګه رسول کېږي؟ د کورنیو بېځایه شویو لپاره څه چمتووالی لرو. دا ټول موضوعات په حکومت پورې اړه لري".

د هغه په وینا، دا ډول وضعیت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پر روانو مذاکراتو هم اغېز لري، ځکه د ده په وینا همدا وضعیت دوه اړخیزو خبرو کې د ځنډ لامل شوی.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح څو ورځې وړاندې پر خپله فېبسوک پاڼه لیکلي، د ولسوالیو د سقوط رپوټونه په اصل کې د طالبانو 'کوچنی پرمختګ' دی.

ښاغلي صالح ویلي، هغه سیمې به چې طالبانو پکې پرمختګ کړی ډېر ژر د دې ډلې لپاره په "ډله ییز قبرستان" بدلې شي.

په افغانستان کې د جګړې ګرمېدو سره هم مهاله دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات هم پرته له کوم مهم پرمختګ دوام لري.

دواړو خواو منلې چې د سې شنبې پر ورځ یې یو ځل بیا ناسته کړې او "د مذاکراتو د بحث پر ترتیب او تنظیم" سره غږېدلي دي.