امريکا له افغانستان سره د ۳۰۸ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی

.

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۸ میليونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی.

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) ويلي چې دا اضافي بشري مرستې به د افغانانو لپاره د خوراکي موادو، روغتيايي اسانتياوو او سخت ژمي کې د اړتيا وړ توکو برابرولو کې ولګول شي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن څرګنده کړې چې بشري مرستې به په مستقیم ډول افغانانو ته دوام ولري او امريکا په افغانستان کې د بشري مرستو یوازینی لوی برابرونکی هېواد پاتې شوی دی.

دغه مرستې وروسته له هغه اعلان شوې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنيوي لپاره له دې هېواد سره د مرستو غږ وکړ.

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امريکا د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمنه ده. خو د دې لپاره چې دا مرستې اغېزمنې وي، ټول مرستندويه کارکوونکي، په ځانګړې توګه ښځو ته بايد اجازه ورکړل شي چې په خپلواکه او خوندي توګه کار وکړي او پرته له کوم خنډه دا مرستې ښځو او نجونو ته هم ورسېږي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې 'یو این اوچا ' په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې نن 'سې شنبه جنورۍ ۱۱ مه ' د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه په شریکه وړاندې کړه.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا که دغه پیسې ترلاسه شي، د خوړو، دارو - درملو، خوارځواکۍ مخنیوي، څښاک پاکو اوبو، نظافت، سملاسي سرپناه، او خوندیتوب، زدکړو او کرنیزو مرستو لړ کې به د مرستندویانو لخوا افغانانو ته ورسول شي.

ملګري ملتونه وايي، افغانان اوسمهال له یوه داسې بحران سره مخامخ دي، چې په خورا چټکۍ سره په پراخېدو دی.

له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، د نړۍ مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې، له افغانستان سره د مرستې پر پیسو بندیزونه ولګېدل، د افغانستان اقتصاد په پرلپسې توګه مخ پر ځوړ شو او د سخت ژمي له راتګ سره د افغانانو ستونزې په ډېرېدو شوې.

یاده دې وي چې د نړۍ نورو هېوادونو په څېر امریکا هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر دې ډلې یې غږ کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو، د ښځو او لږکيو حقونو ته پاملرنه وکړي.