رئیسي: ایران او تاجکستان افغانستان کې 'د ترهګرو شتون' په اړه اندېښمن دي

د ايران او اوکرايين ولسمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دوشنبه تهران کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره د کتلو پر مهال ویلي، دواړه هېوادونه افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه جدي اندېښنه لري.

ښاغلي رئیسي له خپل تاجک سیال سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره هم اړین دي.

نوموړي د کوم هېواد یا ډلې نوم وانخیست، خو تور یې پورې کړ چې یو شمېر "بهرنۍ کړۍ" افغانستان کې د داعش په څېر ترهګرې ډلې تقویه کوي او غواړي چې سیمه بې ثباته کړي.

ایراني ولسمشر وویل، په سیمه کې د بهرنیانو شتون هېڅ کله ګټه نه ده کړې او ایران او ګاونډي هېوادونه باید خپلو کې سره کېني او د ستونزو حل ومومي.

هغه په لوېدیځو هېوادونو هم تور پورې کړ چې په افغانستان کې یې د خپل شل کلن حضور په پایله کې له جګړې، تاوتریخوالي او ويجاړي پرته کومه بله لاسته راوړنه نه درلوده.

ښاغلي رئیسي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید خپل راتلونکی وټاکي او دې هېواد کې د ټولو قامونو په استازیتوب یو پراخ بنسټه حکومت دې جوړ شي.

ايران او تاجکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

یاده دې وي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ۹ کلن ځنډ وروسته د یکشنبې پر ورځ له جګپوړي پلاوي سره ایران ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی.

په تېرو څو کلونو کې د ایران او تاجکستان ترمنځ اړیکې بېخونده شوې وې، او همدې وضعیت ته په کتو دا وروستی سفر مهم بلل شوی دی.

د تاجکستان دولت پر ایران تور لګولی و چې په ۲۰۱۵ کال کې یې تاجکستان کې د پوځي کودتا ملاتړ کړی.

تاجکستان له دې کبله هم د ایران له حکومته ناراضه و چې په ۲۰۱۵ کال کې یې 'د تاجکستان د اسلامي نضهت ګوند' مشر محی الدین کبیري د ځانګړي مېلمه په توګه تهران ته ور مېلمه کړی و.

د یادونې ده چې د تاجکستان سترې محکمې د تاجکستان اسلامي نضهت ګوند د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړی دی او په هېواد کې یې د دې ګوند پر فعالیت بندیز لګولی.