سور صلیب: افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی ملکیانو ته ناورین زیږوونکی دی

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د سره صلیب نړیوال سازمان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې يې هره ورځ په اوسط ډول د شاوخوا ۲۷۰ کسانو مرسته کړې چې درملنه يې وشي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په دې موده کې یوازې سره صلیب له نژدې پنځوس زرو ټپیانو سره په درملنه کې مرسته کړې ده.

د بېلګې په توګه يې د کندهار د میرویس روغتون یادونه کړې چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې په وسلو ۲۳۶۶ ټپیان وروړل شوي چې دا د تېر کال په ورته موده کې د ور وړل شوو ټپيانو دوه برابره ډېروالی ښيي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اړیکو مسؤل حمیدالله حسین زاده بي بي سي ته وویل، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ څلوېښت کسان هم د فیزيکي بیارغېدنې او مصنوعي لاس او پښو د برخې خدماتو ته ورغلي چې له دې جملې لږ تر لږه څلور يې یوازې هغه کسان وو چې پښه یا لاس یې پرې شوي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې ټولنې د ماموریت مشر ايلوی فیليون په جګړه کې له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره ډېر څه وکړي.

هغه د جګړو له امله راپیدا شوې ناامنۍ، د اوبو او برېښنا د بنسټونو نړېدل، د لاسرسي نشتوالی او پر روغتیايي مراکزو او روغتيايي کارکوونکو بریدونه له هغو ستونزو يادې کړې چې د افغانانو ژوند اغېزمنوي.

ښاغلي فیليون زیاته کړې چې له څلورو لسیزو ډېرې جګړې د افغانستان روغتيايي سیستم هم له پښو غورځولی چې اوس د کورونا وېروس له خپرېدو سره روغتيايي خدماتو ته لاسرسی په ټول هېواد کې د بشري اړتیاوو په سر کې راځي.

دغې ادارې په جګړه کې په ښکېلو لورو غږ کړی چې د بشرپالنې نړيوال قانون ته درناوی وکړي او په تېره بیا د ملکیانو او د ملکي بنسټونو لکه روغتيايي کارکوونکو، وسایلو او اسانتیاوو خوندي کولو ته ځانګړی پام وکړي.

د سور صلیب رپوټ کې نور څه دي؟

افغانستان

د عکس سرچینه، IRC

سور صلیب وايي، د دوی رپوټ موندلې ده چې د روان کال له پیله تر اوسه یې د ځینو بنسټونو په مرسته، په جګړه کې د ۲۴۴۹ وژل شویو جنګیالیو او ولسي وګړو مړي د دوی کورنیو ته لېږدولي دي.

د رپوټ له مخې، د وروستیو جګړو له کبله تر ۷۶۵۸ ډېر خلک په سخت کړکېچ کې ایسار پاتې شوي، چې دوی ورسره د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې یوه اندازه نغدي مرسته کړې ده.

سور صلیب وايي، د سوېلي هلمند لښکرګاه کې د جګړو له کبله او ختیځ جلال اباد ښار کې د بې ځایه شویو وګړو د اوبو د تنظیم او رسولو چاره کې یې له ۴۰۲۰۰ خلکو سره مرسته کړې ده.