د امریکا دفاع وزارت: "افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی"

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

  • Author, سید ولي ناصر
  • دنده, بي بي سي

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت یو تازه ډاګیزه شوی محرم سند ښيي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی.

دغه سند، چې جزییات یې "واشنګټن پوست" ورځپاڼې خپاره کړي د پنتاګون یوه ارزونه ده، چې پکې اسیا، اروپا او امریکا ته د ترهګرۍ ګواښ؛ ژوره امنیتي اندېښنه ګڼل شوې ده.

د دغې پټې ارزونې په سند کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د "داعش" ډله په ځانګړي ډول هڅه کوي سفارتونه، سوداګریز مرکزونه، کلیساوې او د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په نښه کړي.

د پنټاګون د محرمې ارزونې دا سند، چې د "ډیسکارډ" په نامه یوه خواله رسنۍ کې خپور او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر لاسه کړی، پکې ویل شوي، افغانستان د داعش ډلې د فعالیتونو د همغږۍ په مرکز بدل شوی او دغه ډله ترهګره ډله په اروپا، اسیا او امریکا کې د بریدونو پلان لري.

د یاد سند له مخې، د پنټاګون چارواکي په تېره ډیسمبر کې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو له خوا له نهو پلان شویو دسیسو په اړه معلومات تر لاسه کړي وو، خو په تېره فبرورۍ کې یې شمېر پنځلسو ته لوړ شوی و.

د پنټاګون دغه ارزونه چې د لوړې درجې محرم سند بلل شوی او د څو امنیتي ادارو لوګو پرې وهل شوي، وايي، "داعش ډله د بهرنیو عملیاتو لپاره یو ارزانه ماډل رامنځته کوي چې د افغانستان له پولو بهر سرچینو، په نښه شویو هېوادونو کې پر شته فعالانو او شبکو باندې تکیه کوي".

د یاد سند له مخې، دا ماډل به احتمالا داعش ډلې ته دا وړتیا ورکړي چې پر خنډونو برلاسې شي او پلان ګډوډوونکي فرصتونه کم کړي.

ملا یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، ملا یعقوب مجاهد: هېچا ته به اجازه ورنکړل شي، چې د افغانستان خاوره پر نورو هیوادونو د بریدونو له پاره وکاروي.

په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه سیمه ییزې او نړیوالې اندېښنې داسې مهال په زیاتېدو دي چې د طالبانو حکومت چارواکو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتونه انکار کړی دی.

تازه د طالبانو ددفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد ورته اندېښنې بي بنسټه ګڼلې او ژمنه یې کړې، چې هېچا ته به اجازه ورنکړل شي، چې د افغانستان خاوره پر نورو هیوادونو د بریدونو له پاره وکاروي.

د واشنګټن له خوا خپور د پنټاګون یاد محرم سند د هغو لسګونو پټو سندونو له ډلې دی چې موده وړاندې د امریکا د مساچوست د ملي هوايي ګارډ د یوه ځوان غړي "جک ټیکشېرا" له خواله خپاره شوي وو.

نوموړي د امریکا د امنیتي ادارو دغه سندونه د ډیسکارډ خواله رسنۍ په یوه کوچني ګروپ کې خپاره کړي وو، چې بیا یې بهر ته هم درز وکړ.