روغتیا نړیوال سازمان: سږ کال څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوال نن یکشنبه د فبرورۍ په۱۲مه افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل تازه رپوټ خپور کړی دی.

په دغه رپوت کې راغلي چې، روان کال به افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۳ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یاد سازمان وايي " په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۲۴،۳ میلیونه و چې نوی شمېر د تېر پرتله ۱۶ سلنه لوړ دی."

دغه رپوټ کې افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو هم ټینګار شوی او ویل شوی، چې له ۱۷،۶ میلیونه ډېر خلک روغتیا برخه کې مرستو ته اړ دي چې له نیمايي‌ زیات یې ماشومان دي.

د یاد سازمان په ټکو: "له دغو اړمنو کسانو پنځه میلیونه یې په ښاري او ۱۲،۶ میلیونه نور په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي. په کلیوالي سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې لوی خنډونه شته او ورته وخت کې د بې ځایه شویو خلکو زیاتوالی او ښارونو ته د خلکو کډه کېدل د روغتیایی خدمتونو بیه لوړه کړې."

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

له پیچلي بشري وضعیت سربېره چې خلکو ته یې روغتیا برخه کې ګواښونه څو برابره زیات کړي د روغتیا نړیوال سازمان وايي،‌ دې برخه کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان ویلي، د بسپنه کوونکو په ملاتړ به سږ کال ۱۵،۶ میلیونه اړو کسانو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي او خپلې هڅې به لا پراخې کړي.

روغتیا نړیوال سازمان په دغه خپور شوي رپوټ کې د خوړو نه خوندیتوب ته هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، څلور میلیونه ښځې او ماشومان به اغېزمن کړي او له سختې خوارځواکۍ سره به مخ شي.

یاد سازمان ویلي" د روان کال په جنورۍ کې شاوخوا ۳۱۲۵ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال دې مودې پرتله ۳۸،۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم خبرداری ورکړی و، چې تر ۱۸ میلیونو ډېر افغانان نشی کولی، چې هره ورځ کافي خواړه وخوري.

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ ویلي وو په ژمي کې به د هغو کسانو شمېر چې خواړه نه لري تر ۲۳ میلیونو ورسېږي.

دغه سازمان د کار برخه کې د طالبانو له خوا پر ښځو ورستیو بندیزونو ته په اشارې ویلي، چې له امله یې فعالیتونه او د مرستو رسول اغېزمن شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنه راپورته کړي او دا اندېښنې پر ښځو د ځپونکو بندیزونو وروسته څو برابر زیاتې شوې.

د بشر حقونو سازمان ویلي، پر ښځو د کار بندیز زرګونه هغه کورنۍ هم اغېزمنې کړي چې ښځو یې سرپرستې په غاړه لرله.

د طالبانو له واګو وروسته پر دغې ډلې نړیوالو بندیزونو افغانستان کې بشري وضعیت ناورینوونکی کړی.