د ازبکستان پلاوي کابل کې له طالبانو سره پر ''سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو خبرې کړې''

کابل

د عکس سرچینه، FDPM_AFG/Twitter

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د ازبکستان یو لوړپوړی حکومتي پلاوی کابل ته رسېدلی او د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي دي.

د دې پلاوي مشري عبدالعزیز کاملوف کوي، چې د ازبکستان د ملي امنیت شورا مشاور او د بهرني سیاست برخه کې د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی دی.

د ملا برادر دفتر مسوولین وايي، د ازبکستان له پلاوي سره د ښاغلي برادر په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا پروژې، قوش تپه کانال او افغانستان، ازبکستان د ګډو پروګرامونو په هکله خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې د ملابرادر له قوله ویل شوي: ''افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ د یوه پل حیثیت لري او د سیمې هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول لوبولای شي. ''

د ازبکستان پلاوي په دې لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره همکاري غواړي او له امو سینده به د حقابې برخه کې هم همکاري وکړي.

په دا وروستیو کې د ازبکستان له لارې د ریل ګاډي په وسیله افغانستان ته د سوداګریزونو مالونو په انتقال کې ستونزې راپورته شوې او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد، رالېږد په ټپه ودراوه.

له هغه وروسته د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته لاړ او پر دې موضوع له خبرو وروسته هغه لړۍ بېرته پیل شوه.

له دې مخکې د اکتوبر لومړیو کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی و او د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي و.

ازبکستان د افغانستان وارداتي برېښنا ۷۷ سلنه پوره کوي او پاتې نوره برخه له تاجکستان او ایران واردیږي. دغه راز ازبکستان په پام کې له لري چې د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ له پاکستان سره وتړي.

که څه هم د نړۍ او سیمې د نورو هېوادونو په څېر ازبکستان هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو له حکومت سره په پرتلیز ډول ښه دیپلوماتیکي اړیکي لري.