ملاهبت الله: تر پېړیو پورې 'عالمان او نېکان' له سیاسته لېرې ساتل کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، مشر یې ملا هبت الله د کابل ولایت د ځايي چارواکو یوې غونډې ته وینا کړې.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ملا هبت الله د کابل ولایتي چارواکو ته په '' یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې'' د وینا پر مهال وویل، چې ''دیني عالمان او نېکان خلک له ''اجتماعي عباداتو او سیاسته تر پېړیو پورې'' لېرې ساتل شوي وو.
په خبرپاڼه کې د ملاهبت الله له قوله زیاته شوې، اوس چې ''په افغانستان کې سیاست د علماء کرامو، طالبانو او نېکانو خلکو په لاس کې دی'' نو په وینا یې ''د الله تعالی په لاره کې د هيڅ راز سختۍ څخه مه ویریږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ.''
د خبرپاڼې په ټکیو ملاهبت الله د غونډې ګډونوالو ته وویل، ''دنیا کوښښ کاوه چې نور هم علماء او نېکان خلک څنډې ته کړي، او اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازې په کتابونو او کیسو کې پاته شوي وو.''
ګوتنیونکي وايي، که څه هم ډېری طالب چارواکي په خپلو ویناو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بولي خو په حکومت کې د نورو ګډون ردوي او د حکومت نژد ټول مشران یې ملایان، طالبان یا د جګړې مهال د وسله والو طالبانو قوماندانان دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده واک ته له رسېدو څه موده وروسته ویلي و، چې ټول نظام به د دیني عالمانو په لاس کې وي او پر وینا یې له پخوانیو چارواکو سره د نظام شریکول ناشونی کار دی.
ښاغلي اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال کې کابل کې د دیني علماوو یوې غونډې ته ویلي و، "هغه دا عفوه ده چې وژنو دې نه. په تېرو اعمالو باندې محاسبه نه درسره کوو. دا چې تا په څنګ کې راسره کېنوو، یا ته زموږ مسولیت پر غاړه واخلې، پر دې به د شهیدانو د پلرونو او مجاهدینو زړونه ودرزېږي. او بل، دا تجربه شوي دي، احتیاط ورسره کوي."
مولوي هبت الله اخندزاده دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په خپل یوه تازه راپور کې بدني سزاګانې، او د بشري حقونو په ځانګړې دول د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو یادونې کړي او په عام محضر کې د طالبانو له خوا اعدامونو ته هم اشاره شوې چې وايي طالبانو په عام محضر کې د قضايي بدني سزاګانو پلي کول په اونیز ډول روان ساتلي او ځینې وخت دا سزاګانې په ډلهییز ډول پلې شوې دي.
پر 'اتحاد او یووالي' ټینګار
له څه مودې راهیسې د طالبانو حکومت کې د مشرتابه په کچه د اختلافونو خبرې کېدلې او په عام محضر کې د ځینې طالب مشرانو انتقادي څرګندونې هم ''د کابل او کندهار کړیو'' تر منځ د واټن زیاتېدو اړوند بلل کېدې.
په دې لړ کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني یادونه کېده، چې په تدریجي ډول یې ډېری وخت ''د کندهار کړۍ'' په هکله لهجه تونده او له نیوکو ډکه وه.
نوموړي د تېر کال په وروستیو کې ویلي و، وضعیت داسې برید ته رسېدلی، چې. د ده په خبره د طالبانو حکومت د خلکو پوښتنو ته ځواب نه لري او خپل ځینې ملګري یې په ''انحصار او د اسلام دین په بدنامولو'' تورن کړل.
بل لور د په کابل کې د چارواکو غونډې ته د ملاهبت الله د وینا په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې دا موضوع اشارتاً یاده شوې.
په خبرپاڼه کې د ملاهبت الله له قوله ویل شوي:
''دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځ ته کړي، تاسو شل کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ، اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.''

د عکس سرچینه، EPA
په تېره مارچ میاشت کې سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته د ښاغلي حقاني د یوه نسبتاً اوږده سفر پر مهال افغانستان ته د نوموړي د بېرته نه ستنېدو د احتمال او د طالبانو له مشر سره د هغه د مخالفتونو په تړاو ځینې ناتایید شوي رپوټونه هم خپاره شوي وو.
دا هم ویل کېدل چې ښاغلی حقاني افغانستان ته له ستنېدو وروسته، تر څه وخته په کورنیو چارو وزارت کې خپل دفتر ته نه و تللی.
خو د مارچ په وروستیو کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دوی مشر ته په کندهار کې د یوې لیدنې پر مهال د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس عبدالحق وثیق د امنیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
دا ظاهراً د سعودي عرب او متحدو عربي اماراتو له سفره تر ستنېدو او د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د هغه پر سر د معلوماتو په تړاو د لګول شوې جايزې له لغوه کېدو وروسته له خپل مشر سره د سراج الدین حقاني لومړنۍ لیدنه وه.
د یادونې ده چې د طالبانو مشر له دې مخکې هم په خپلو پیغامونو کې پر ''اتحاد او یوالي'' ټینګار کړی.
د طالبانو مشر د تېر کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام کې "یووالی او اتحاد" د بریالیتوب راز بللی و او زیاته کړې یې وه، چې افغانانو ډېر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر کړي او اوس د دې وخت دی چې خپل یووالی پیاوړی کړي.
هغه پر افغانستان د طالبانو بیا ولکه " یووالي او اتفاق لپاره ښه فرصت" بللی و او له دې فرصته یې د ښې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو مشر په کندهار کې اوسي او کابل ته یې د ځینو سفرونو حال معمولاً د طالبانو حکومت ویاندویانو لخوا د نوموړي د څرګندونو تر بریده محدود وي او په کره ډول د هغه د سفر وخت او ځای نه په ګوته کېږي.